ایکناخبری آژانس د الخلیج له قوله راپور راکړ،په دغه سټډي سرکل یا درس کې چې ددوبئ په الورقاء سیمې کې واقع شیخ راشد بن مکتوم جومات کې ترسره شو، د قرآن د بوستان څه دپاسه یو زر دوه سوه معلمانو،زده کونکو او غړو پکې ګډون درلود.
په دغه تربیتی درس کې چې د قبا دجومات دخطیب او جمې امام،د مدینې اسلامی پوهنتون د بشپړونکو تحصیلاتو استاد او د مسجد النبی مدرس سلیمان الرحیلي په وینا سره اجرا شو،په مختلفو چورلیزونو غور او بحث وشو.
د قرآن کریم د نزول نعت،دهغه خیر په توګه د نعمت تعریف چې د انسان په دین او دنیا کې دهغه په نصیب کیږي، قرآن د هغه ترټولو لوی نعمت په توګه چې انسان او بشریّت ته ډالۍ شوی دی څو وژغورل شي،دقرآن کریم فضیلت، د قران کریم تر ټولو ښه قاریان او هغه قاریان چې قرآن هماغه شان قرائت کوي چې پر پیغمبراکرم(ص)نازل شوی،او همداراز له قرآن کریمه دبشپړ استفادې څرنګوالی او د صالحانو د ژوند مصداقونه،ددغه تربیّتی درس ترټولو مهم چورلیزونه وو.
هغه ددغې غونډې په پاي کې د قرآن او دهغو دعلومو د ځانګړي مکتوم دمرکزونود مدیریّت فعالیت باندې هم رڼا واچوله او دغه فعالیتونه ئې وستایل،ځکه چې د دوي فکر اوغم قرآن کریم خدمت دی.دغه مرکزونه د قرآن بوستان په نامې سره ټولګې لري چې په جوماتونو او نورو دینی مرکزونو کې فعالیت کوي او دمتحده عربی اماراتو په دوبئ کې د دوي شمیر دوه سوه اویا مرکزونو ته رسیږي او د ښځو او میرمنو لپاره ځانګړي دي. تر اوسه پورې له دغو مرکزونو د قرآن کریم ډير حافظان فارغ التحصیل شوي دي.